په اطلاعاتی مواردو کې د سوق او اداری اصول
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

اتمه برخه
 
په سوق او ادره پورې مربوط شیان ډیر نور هم دی مثلا ، که یو قوماندان خپلو مادوناو ته ډیره ازادی ورکړې نو په اوږو ېې پورته کیژی یا په اصطلاح هر ډول خبرې ورسره کوي او که ډیر قیودات وضع کړې په مادونانو ، مادونان هم جبون - ترسو - بې موراله - بې زړه منځ ته را ځي هغه متل چې وايي ( نه انقدر شیرین باش که بخوردت - ونه انقدر تلخ باش که توفت کند ) مادونان د اسې خاصیت لرې که دجیلب ور نرم کړو ډیر تیز ځغلي او هرڅه چې وغواړی هغه کوي که د سخت ونیوو نو بیا کرار ځي او ارام وي او ازرده وي نو نه ډیر جیلب ورخوښۍ شي  او نه ډیر سخت و نیول شي ( یعنی په هر شي کې اعتدال ) الامورو اوسطو ها ،اساس د موضوع دلته دادی چې د آمر او مادون تر منځ هم غږي - هم فکري موجوده وي دواړه باید دیوې مفکوری نه کار واخلي او په یوه لاره لاړ شي ،که چیرې مادونان په ټولو مواردو کې بلې اغا وو نو معلومیژی چې یا متملق دی یا ترسو دی یا احمق دی په هیڅ نه پوهیژی ، نو د دوو امرینو نه یو امر ښه دی که په جنګ کی دوه قوماندانان هم رتبه او هم عقیده هم وی او د دوو مفکورو یا امرو خاوندان وی نو دیوه امر نه تطبیقیژی بهتره ده یو آمر ولرۍ ولو که احمق هم وی په خاطر ددی چې یو نظر او یوه مفکوره لري ،هیڅ وخت ټول خلک دیوه فکر یا یوې نظرېې خاوندان نه دي مهمه داده چې اکثریت د یوې مفکورې نه چې ټولو ته د منلو وړ وي طرفدارۍ وکړي 
له پاره ددې چې سوق او اداره مذبوطه او دقیقه کړو لازمه ده په امکاناتو خبرې وکړو او امکانات عبارت دی د ((   سوق او اداره جمع وسایل )) یعنی توانانيي مساوي ده په وسایلو جمع  دسوق او ادری نه څنګه استفاده کیژی ضرب دوو جمع انګیزه ضرب ددریو کیژي . 
3xانګیز+2x توانايي = وسایلو+ روش سوق واداره 
مهمترین شیان په سوق او اداره کې عبارت دی له ( هدف نه چې باید مشخص وي -  دهدف دلاس ته راوړلو وسایل باید اماده وي- هدف ته د رسیدو لارې باید روښانه وي) .
د افغانستان حکومت همیشه ددشمن نه په شیوه د کار کي بازي خوري،  نه د وسایلو په خاطر ځکه موږ د وسایلو په خاطر نسبت دشمن ته قوی یو ځکه ناتو راسره ده او هرڅه لري ،او هم خط مقدم د جبهی موجود نه دی بلکه شیوه د جنګ مهمه ده دکار شیوه هغو څوک چې سوق او اداره په لاس کې لري منځ ته راوړي ، یو مثال که چیرته انسان ستا سره ۱۰۰٪ موافق وي نو ددریو حالتو نه خارج نه دی :
- دده په عقیده ته یو دیکتاتور ېې، تاویني چې میم زورما ټول دما ، او ځان عقل کل بولې یعنې یو خود خواه انسان ېې . 
- یا مقابل سړۍ بیسیواده دی اونه پوهیژی چې ته څه وايي په خبرو د نه پوهیژي  .
- یا د مقابل طرف په خاموشۍ کی یوه توطیه شته ده او مقابل طرف نه غواړي ته موفق شي او هغه لاره چې تا انتخاب کړې هلته پړانګان - لیوان لوی خیټي شیخان او تروریستان د تا د راتګ له پاره دقیقه شماري کوي خو دي خاموش دی او تاته حال نه وايي قصدا غواړي تا په دام کي واچوي.
دسوق او ادارې خاصه مشخصه : 
دلته ډیر مهم شیان باید دقیق معلوم او واضیح شي لکه (( دخپل قوټ پوره امادګي د جنګ له پاره چې په دې کې باید ( مورال - تربیت وتعلیمات - تجهیزات- محاربوی تخنیک - سطح د اکمال د مهماتو او برخې جبخاني - لباس اوبوټونه دموسم سره مطابقت ولري- پلانګذاري د خریطې او علامه ګذاری ېې - هراړخیزه لوژستیکي اکمالات - د اراضي دقیقه مطالعه - ددشمن پوره محاکمه د وضعیت یعنې وکتل شي او په سربازانو او افسرانو غږ وشي چې جنګ ته حاضر یاست که نه ؟؟دشمن له منځه وړلاي شۍ که نه؟؟  ددوی نظر باید واخیستل شي او ووینۍ چې څو ٪ هم نظران او څو ٪ مخالفین لرۍ ،مثلا ترکي او امین او بیا ببرک کارمل او دکتور نجیب ا لله سوسیالیزم جوړولو چې ۱۰٪ خلک نه وو ورسره موافق او ناکام شول - مجاهدینواسلامی حکومت جوړولو خو په رشوت - غلا - چپاول او خپل منځي جنګو اخته شول او ناکام شول طالبان راغلل - بیا طالبانو تر ټولو نه بدتر امارت جوړولو چې بنیاد ېې په ګیره استوار وو او هر څه ېې سرچپه کړل ،یعنې دخلکو د ارادی مخالف ېې حرکت کولو ناکام شول بیا نن غرب په راس کې امریکا د خپلو منافعو په خاطر افغانستان اشغال کړۍ دی موږ ته ېې هیڅ خدمت نه دی کړۍ او زموږ بیګناه خلک بندیانوی او وژني نو ناکام شول دکرزي د حکومت په شمول ناکام شول ، هر څوک که ( خلک دخدای زور دی ) قبول نه کړي ناکامیژي او هیڅوک ونه وايي چې ته تور ېې - زه سپین یم - هغه بل زیړ دي ، پریږدي هر څوک ګوراو کردن ېې( بیر کله بیر خیال )ووسې او ژوند وکړي  همدا رنګه باید دشمن ښه وپیژنو  ( څوک دی- څومره دی- په کومو وسلو مجهز دی- مورال او معنویات ېې - لوژستیکي سطح د اکمال ېې - د سربازانوترکیب ېې - اراضي ېې - تیر جنګي تاریخ ېې - دخلکو ملاتړ لري که نه ؟؟؟) او ډیر نورشیان باید تر نظر تیر شي.
په خپله سوق او اداره څه شي ته وايي: -
دهر نفر - هر دلګي -هر ټولي - هرجزوتام او هرې قطعي(دیوه هدف د تر لاسه کولو په خاطر ښه رهبري، مدیریت ،او اداره کولواو قومانده کولو  ته سوق واداره وايي )،لکه موتر که تیل ورزیات کړې یعنې اکسیلیټر ېې ټینګ کړې جیلب ېې په مشکل اداره کیژي ،یا اس که ېې جیلب  خوښې کړې نوتیزځی نه دیوالونه - نه ګړنګونه هیڅ شۍ نه پیژني او انسان وژني ، که ېې جیلب ټینګ کړې نو دریژي یک مثال خوب (( چرا پاکستان در جنګ انتحاري - چریکي - حملات ناګهانی - در افغانستان دست باز دارد وموفق است وهمه روزه مردمان کشورمان را به خاک وخون می کشانند، دلیل ېې دادی چې د پاکستان اندرګرونډ نفوذي قوتونه ډیر فعال دي او زموږ دولت ېې نه پیژني )) او هغه څوک دی ؟؟؟؟ 
د پاکستان نفوذي قوتونه په افغانستان کې د ننه عبارت دي له ( حزب اسلامی - حزب جمیعت - حزب وحدت - حزب حرکت - حزب محاذملي - حزب مجددی یعنې د ۱۵ ګونه سوني او شعیه اسلامی تنظیمو د غړو نه شروع لکه  وزیران - معینان - ریسان - قوماندانان قووای مسلح -والیان  ولسوالان ، پروني اخوانی خلقیان او اخوانی پرچمیان ) دیوه سره هغه نفوذي قوتونه دي چې همدا اوس هم د پاکستان او ایران په خدمت کې دي ،دغه دوی انتحاریون په دولتی موټرانو کې - په نظامی لباسو کې - د کارتو او جوازو سره  - د هیواد هري نقطې ته رسوي او بیا ورته شفر ورکوي چې دغه نمبر یا دغو ایمیل - یا دلته فلانی دوکاندار یا امر دحوضي یا د امنیتی ارګان کارمند ته مراجعه وکړه او که ګرفتار شوې فورا مارشال صاحب - خلیلی صاحب - بسم ا لله محمدی - داودزي یا مدبر ته زنګ ووهه ، نو اوس په ډیر جرات سره ویلای شم چې دوسله وال پوځ تر نیماي ډیر سربازان او افسران د تنظیمو او پاکستان په فرمان عمل کوي ، حتي ښځینه زیاتې ازادی نجونې او پیغلې ېې دستوري قووای مسلح ته شامل کړې دی او په هغوی د مبادا په ورځ یک تیر ودوپاخته شکاروي یعنی هم تر اخره را پورونه ورکوي او د خصوصیاتو نه ځانونه د خپلو ځانو په بدل کې تر لاسه کوي او بل اخره مطرح کسان اخر له منځه وړي .   
ادامه لري:





October 31st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي